۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په اړه د ښځینه فعالانو غبرګون؛

طالبانو افغانستان د ښځو لپاره د شکنجې په ځای بدل کړی دی

چهارشنبه ۵ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۵
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه راپور په غبرګون کې چې د «پرپل شنبه غورځنګ» تر سرلیک لاندې یو شمېر ښځینه فعالانې وايي، طالبانو افغانستان د ښځو لپاره د شکنجې په ځای بدل کړی دی.
طالبانو افغانستان د ښځو لپاره د شکنجې په ځای بدل کړی دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه راپور په غبرګون کې چې د «پرپل شنبه غورځنګ» تر سرلیک لاندې یو شمېر ښځینه فعالانې وايي، طالبانو افغانستان د ښځو لپاره د شکنجې په ځای بدل کړی دی.

دغه حرکت نن چهارشنبې د ثور په ۵ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره له امریکا غوښتي چې د طالبانو له مادي او معنوي ملاتړه لاس واخلي او په صادقانه ډول پر دغې ډلې فشار راوړي چې د افغانانو کړاوونه پای ته ورسوي.

د اعلامیې پر بنسټ د طالبانو زندانونه د ښځو او نارینه وو د شکنجې ځای ګرځېدلی دی.

د افعان په اعلامیه کې هغه له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له سازمانونو وغوښتل چې د سیاسي بندیانو او ښځو پر وړاندې د طالبانو جنایتونه له پامه ونه غورځوي او د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو بندیانو لپاره د ملاتړ د یوه ځانګړي میکانیزم په جوړولو سره د طالبانو د زندانونو د څارنې زمینه برابره کړي. .

د ارغواني شنبه غورځنګ ویلي چې طالبان د بدلون او انعطاف وړ نه دي او تر څو چې دا ډله په واک کې وي، د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او توکمیزو ډلو ټپلو او تدریجي وژنې به دوام ولري.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون یو راپور خپور کړ چې طالبان یې په افغانستان کې له بشري حقونو په پراخه سرغړونې تورن کړل.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي