۰

کندهار کې دچاودنې له امله پنځه تنه ماشومان ووژل شول

چهارشنبه ۵ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۱
په کندهار کې ځايي سرچينې وايي، په کندهار کې له جګړې څخه د پاتې شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله پنځه ماشومان وژل شوي او ټپيان دي.
کندهار کې دچاودنې له امله پنځه تنه ماشومان ووژل شول
په کندهار کې ځايي سرچينې وايي، په کندهار کې له جګړې څخه د پاتې شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله پنځه ماشومان وژل شوي او ټپيان دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه د ثور په ٤مه، د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ د "شکي" په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې يادو ماشومانو له يوه ريکټ سره لوبې کولې، چې په سر يې مرمۍ ولګېده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له جګړې څخه د پاتې شوو توکو چاودنې تل په هېواد کې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي