په کندز ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د دريو وروڼو په ګډون پنځه تنه ووژل شول.
د کندز سیمه ییزو سرچینو اعلان کړی، چې دغه پېښه سه شنبې د وري ۲۸ مه د چهاردرې ولسوالۍ په «ارګانک» سیمه کې د یوه تېز موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې يو بل تن ټپي شوى دى.
ویل کېږي چې وژل شوي کسان درې وروڼه او د تره زوی دي.
سرچينې زياته کړې، چې يادو کسانو غوښتل بلخ ته د تفريح لپاره سفر وکړي.
د دې پېښې لامل بې احتیاطي بلل شوې ده.
جمهورخبري آژانس