د طالبانو ډلې له رسنیزو سرغړونو سره د مبارزې کمېسیون اعلان وکړ چې په هېواد کې یې د نور او بریا تلویزیونونو فعالیت بند کړی دی.
د طالبانو له رسنیزو سرغړونو سره د مبارزې کمېسیون سه شنبې د وري ۲۸ مه اعلان وکړ چې د دغو ټلویزیونونو د خپرونو د بندېدو لامل د دغه کمېسیون سپارښتنو ته د نه پاملرنې او د ژورنالیزم له اصولو نه د سرغړونې له امله دی.
د طالبانو د رسنیو د سرغړونې د کمیسیون غړي حفیظ الله بارکزي وویل: نور راډیو او بیریا تلویزیون دواړه د کمیسیون د غړو د پریکړې له مخې چې د بنسټونو، ژورنالیستانو ټولنې او رسنیو استازیتوب کوي، په موقتي توګه وتړل شول.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دغه ډله وايي چې ددغو رسنيو جواز ورکوونکي په مکرر ډول د رژيم پرخلاف پروپاګند کوي .
د طالبانو د ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند خبيب غفران وويل چې د دغې پرېکړې د اصولو په رڼا کې دغه رسنۍ محکمې ته معرفي شوې او د محکمې تر پرېکړې پورې يې فعاليتونه ودرول شول. دا د کمیسیون پریکړه وه.
باید وویل شي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره د اکثرو رسنیو خپرونې بندې شوې او خبریالان بېلابېلو هېوادونو ته کډه شوي دي.
جمهورخبري آژانس