۰
د ایران مرستیال سفیر:

د طالبانو مخالفین په ایران کې د سیاسي فعالیت اجازه نه لري

سی شنبه ۲۸ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۰
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي سره په لیدنه کې ویلي، پر اسرائیلو د ایران برید له ځانه د دفاع لپاره د ایران مشروع حق دی.
د طالبانو مخالفین په ایران کې د سیاسي فعالیت اجازه نه لري
په کابل کې د ایران سفارت مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي وايي، د طالبانو سیاسي مخالفین په ایران کې د هېڅ ډول سیاسي فعالیت اجازه نه لري او د عادي کډوالو په توګه ژوند کوي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مرتضوي دغه څرګندونې نن سه شنبې د وري ۲۸ مه د طالبانو له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې کړې دي.

د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي سره په لیدنه کې ویلي، پر اسرائیلو د ایران برید له ځانه د دفاع لپاره د ایران مشروع حق دی.

مرتضوي په نړیوالو مسایلو کې د طالبانو د دریځ د قدرونې په ترڅ کې د تهران او دغې ډلې ترمینځ د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه، تهران د افغانستان او ګاونډیانو تر منځ د خرابو اړیکو پلوی نه دی او هڅه کوي چې د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو د امارت د مثبتو اړیکو لپاره لاره هواره کړي.

د دغه ایراني چارواکي په وینا، د طالبانو د امارت مخالفین په ایران کې د عادي مهاجرو په توګه ژوند کوي او اجازه نه لري چې په سیاسي فعالیتونو کې لاس ولري.

ښاغلي مرتضوي څرګنده کړه، تهران چمتو دی چې د ایران او اسلامي امارت ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شویو موافقو د عملي کېدو لپاره د زمینې برابرولو ترڅنګ په اقتصادي، سوداګریزو او روغتیايي برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

په دغه کتنه کې د طالبانو د ډلې سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر په اسرائیلو باندې د ایران حمله د ایران د اسلامی جمهوریت مشروع دفاعی حق وباله.

دغه طالبانو په داسې حال کې له افغانانو سره د ایران له مرستو او همکاریو مننه وکړه، چې د کابل او تهران ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د طالبانو امارت له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي