۰
بلومبرګ:

له افغانستان څخه د داعش د حملې په اړه د لوېدیځ اندېښنې زیاتې شوې دي

سی شنبه ۲۱ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۰۴
بلومبرګ خبري اژانس راپور ورکړی چې په روسیه او ایران کې وروستیو بریدونو په لویدیځ کې له افغانستان څخه د داعش د خراسان څانګې د برید په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
له افغانستان څخه د داعش د حملې په اړه د لوېدیځ اندېښنې زیاتې شوې دي
بلومبرګ خبري اژانس راپور ورکړی چې په روسیه او ایران کې وروستیو بریدونو په لویدیځ کې له افغانستان څخه د داعش د خراسان څانګې د برید په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

په دغه راپور کې، چې د دوشنبې وري ۲۰ مه خپور شو، ویل شوي، چې د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې نوي تمرکز ته اړتیا ده.

راپور زیاتوي، "کله چې د بایډن اداره په 2021 کې له افغانستان څخه ووتله، امریکایي پلان جوړونکي اندیښنه لري چې اورپکې ډلې به یو ځل بیا دا هیواد د لویدیځ د بریدونو لپاره د اډې په توګه وکاروي، او وروستیو بریدونو دا اندیښنه نوره هم زیاته کړې."

خو؛ د مسکو په څنډه کې پر یوه کنسرت د داعش د خراسان څانګې وژونکي برید په نړۍ کې سختې اندېښنې راپارولې دي.

د راپور پر بنسټ، په امریکا کې یوشمېر قانون جوړونکو او د ځینو ګاونډیو هېوادونو چارواکو په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا په اړه سخته اندېښنه ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د سولې د انستیتوت لوړپوړي کارپوه ویلي وو، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د مسکو په څنډو کې په برید سره نړۍ ته وښودله، چې د نړۍ په هر ځای کې د برید توان لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي