د پاکستان د بلوچستان ایالت د استخباراتو پخوانی وزیر جان اڅکزی وايي، افغان طالبان د امریکا له استخباراتي قراردادیانو سره همکاري کوي.
نوموړي نن دوشنبې د وري ۱۳ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د همدې همکارۍ پر بنسټ طالبانو د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د الوتنې لپاره په کندهار کې اډه جوړه کړې ده.
د هغه په وينا، طالبانو دغه اقدام د داعش له خراسان څانګې سره د مبارزې په موخه کړى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د کندهار او کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د نامعلومو بې پیلوټه الوتکو د ګزمې راپورونه خپاره شوي دي.
خو؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، "بې له شکه دا الوتکې د امریکا اړوند دي او له نږدې هېوادونو څخه افغانستان ته ننوتي دي، ټول هېوادونه باید په دې برخه کې خپل مسوولیت وپېژني او د دې یرغل مخه ونیسي."
جمهورخبري آژانس