په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پلاوي مشر نصیر احمد فایق وايي، په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او توکمیزو لږکیو لپاره ناوړه دی.
ښاغلي فایق پرون دوشنبې د غوايي ۱۰مه د بشري حقونو د شورا په غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې پرېکنده عمل وکړي.
هغه د طالبانو پر وړاندې د اغېزمن او هدفي بندیزونو په ګډون د سختو اقداماتو غوښتنه وکړه.
د هغه په وینا، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب دی، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او نورو اقلیتونو لپاره.
فایق خاطر څرګنده کړه چې د طالبانو د رژیم په وخت کې نن د افغانستان خلک د بشري حقونو په برخه کې له سترو ننګونو سره مخ دي.
نوموړي د بشري حقونو له شورا څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه پریکنده عمل وکړي.
د هغه په وينا، د طالبانو د څارنې، راپور ورکولو او ځواب ورکولو لپاره د يوه خپلواکه څېړنيز ارګان رامنځته کول مهم دي.
ښاغلي فایق ټینګار وکړ، "دا ډېره مهمه ده چې نړیواله ټولنه د طالبانو پر وړاندې د بندیزونو د اغېزمن او هدفي تطبیق په ګډون سخت اقدامات وکړي، تر څو چې د بشري حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختګ او همکاري ونه لیدل شي."
په همدې حال کې د افغانستان په اړه د بشري حقونو د شورا د کاري ډلې غونډه پرون ماښام جوړه شوه.
جمهورخبري آژانس