ټاکل شوې ملګري ملتونه له افغانستان سره د بشردوستان مرستو راټولو په موخه یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ د برخې مسوولینو ویلي، دا کنفرانس به د روانې میلادي میاشتې په یودېرشمه په لندن او قطر کې جوړېږي او په هغه کې به د نړیوالو مرستندویه بنسټونو، اداراتو او ګڼو هېوادونو استازي ګډون کوي.
دوی وايي، د دغه کنفرانس موخه دا ده چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې شي او په دغه هېواد کې روان ناورین کابو شي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې ژر به له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د جذب په موخه کنفرانس جوړوي او له نړیوالو به وغواړي چې د روان بشري ناورین د کابو کولو په برخه کې همکاري وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل