د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کړې چې په کې د افغانستان لپاره د دغه سازمان استازې دیبورا لاینز هم خپل راپور وړاندې کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن لاینز په دغه راپورک ې د افغانستان پر اقتصادي او د بشري حقونو په اړه اندېښنه ښودلې ویلي، یې دي، چې د دغه ستونزو مخنیوی د نړیوالو لپاره اړین دی.
نوموړې ټینګار کړی، چې د افغانستان اقتصادي ستونزو ته باید رسیدګي وشي، ځکه په وینا یې افغانستان اوس د اقتصادي بحران اوج ته په نېږدې کېدو کې دی.
هغې خبرداری ورکړی، چې که د نړیوالو له خوا د افغانستان اقتصادي وضعیت ته جدي پاملرنه ونه شي، نو بېکاري او فقر به تر دې هم زیات او د میلیونونه انسانانو ژوند به له ګواښ سره مخ شي.
نوموړې ویلي چې په افغانستان کې یې د ژمي په اوږدو کې له میلیونونه وګړو سره بشردوستانه مرستې کړې دي.
هغه وايي افغانان له ژمي ژوندي راووتل، خو اوس د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې د پایدارې اقتصادي ودې لپاره له دوی سره مرستې وکړي او په راتلونکې کې د داسې یوه وضعیت مخه ونیسي.
مېرمن لاینز ټینګار کړی، چې نړیوال باید د افغانستان له اقتصاد سره مرسته وکړي او د دې لپاره اړینه ده، چې د کابل د اوسنۍ ادارې سره د تفاهم او مذکراتو لار ونیسي.
دې ویلي«موږ باور نه لرو چې د اوسنۍ ادارې سره له کار کولو پرته وکړای شو چې د افغانانو سره رښتینې مرستې وکړو، دا ښایي ځینو ته مشکل وي چې ومني، خو دا ډېر مهم دي.»
دیبورا لاینز ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل او بحثونو ته ادامه ورکړي.
بلخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیا له نوي حکومت غوښتي چې د خلکو د غوښتنو په مقابل کې نرمښت وښيي او د نړیوالې ټولنې غوښتنو او قوانینو ته درناوی وکړي، څو په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات راتګ ډاډمن شي.
جمهورخبري آژانس:کابل