په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي، نړۍ دې پرېږدې، چې افغانان په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت په خپله جوړ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي یو دغه څرګندونې پرون شنبې د زمري ۲۵ مه د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي یو افغان لوري ته ډاډ ورکړ، چې چین نه غواړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
سرچینې زیاته کړې، ښاغلي یو په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د افغانانو په خوښه حکومت په رامنځ ته کېدو ټینګار وکړ او له اسلامي امارت نه یې وغوښتل، څو افغان خاوره د هېچا پر ضد ونه کارول شي.
په ورته وخت کې د چین سفیر په امريکا نیوکه وکړه چې غواړي په اقتصادي بنديزونو د خپلې ماتې غچ له افغانانو واخلي.
وانګ یو ویلي، امریکا په افغانستان کې ټولشموله حکومت، د بشر حقونه، د مېرمنو حقونه اود بیان ازادي د پلمې په توګه کاروي؛ خو چین غواړي له افغانانو سره کار وکړي څو دوی په پښو ودريږي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند انعام الله سمنګاني په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د چین سفیر له نړیوالې ټولنې په کلکه وغوښتل، چې افغانان پرېږدې له خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو سره سم د خپلې خوښې حکومت رامنځ ته کړي.
د چین سفیر ټینګار کړي، چې نړۍ دې پر افغانانو بېګانه افکار نه تحمیلوي، بلکې افغانان دې پرېږدي، چې په خپله خوښه حکومت رامنځ ته کړي.
دغه راز د چین سفیر دا هم ویلي، چې هېواد به یې بشري مرستې د اسلامي امارت په واک کې ورکوي، تر څو د هغوی له خوا پر بېوزله خلکو و وېشل شي.
د کورنیو چارو وزیر د چین هېواد د سفیر د هرکلي ترڅنګ، د چین له بشري مرستو مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې چین دې له افغانانو سره په دې حساسو شرایطو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
سمنګاني وايي، د کورنیو چارو وزیر له چین څخه وغوښتل، چې د نوي حکومت په رسمیت پېژندنه کې همکاري وکړي او ډاډ یې ورکړ، چې افغانستان له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره خپلو ژمنو ته کلک دی او د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد ونه کارول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل