۰

د قطر امیر: له ټولو ممکنه لارو باید نور په افغانستان کې جګړه ودرول شي

دوشنبه ۱۵ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۵
د قطر امیر شیخ تمیم د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره خبرو کې ویلي، له ټولو ممکنو لارو باید په افغانستان کې روانه ۴۰ کلنه جګړه په بشپړه توګه ختمه کړای شي.
د قطر امیر: له ټولو ممکنه لارو باید نور په افغانستان کې جګړه ودرول شي
د قطر امیر شیخ تمیم د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره خبرو کې ویلي، له ټولو ممکنو لارو باید په افغانستان کې روانه ۴۰ کلنه جګړه په بشپړه توګه ختمه کړای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قطر امیر ټینګار کړی، چې هېواد یې د تل په څېر د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو او په دغه هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره همکارۍ ته چمتو دی.

په دې تلېفوني خبرو کې ښاغلي تمیم ټینګار کړي، چې نړیوال باید له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي، څو په خپلو پښو ودرېږي او پر مختګ د جګړو د پای ته رسېدو سبب شي.

په ورته وخت د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا ویلي، چې دوی په خپل ځنګ کې یو امن او باثباته افغانستان غواړي.

خان ویلي، نړیوال او د سیمې هېوادونه دې د افغانستان په پرمختګ او ثبات کې خپلې مرستې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي