۰
د امریکا د پوځ مشر:

افغان ځواکونه پیاوړي دي، ملاتړ ته به یې دوام ورکړو

سی شنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۶
د امریکا د پوځ مشر جنرال مارک میلي وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د جګړې او د خپل هېواد څخه د دفاع لپاره کافي وړتیا لري.
افغان ځواکونه پیاوړي دي، ملاتړ ته به یې دوام ورکړو
د امریکا د پوځ مشر جنرال مارک میلي وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د جګړې او د خپل هېواد څخه د دفاع لپاره کافي وړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د امریکا سفارت په یوه ټوېټ کې د مارک میلي له قوله، ویلي، چې د اړتیا په صورت کې به امریکا د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه ویلي«د ولسمشر جو بایډن او د دې هېواد د دفاع وزیر د لارښوونو له مخې به د اړتیا په صورت کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو.»

د یادونې ده، چې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي هم پرون په یوه خبري ناسته کې ویلي، افغان ځواکونه پیاوړي او د دې وړتیا لري، چې جګړې په ډګر کې بدلونونه راولي.

کربي وایي، د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو بریالي کېدل د حکومت په مشرۍ او رهبرۍ پورې تړلې ده او باید روان وضعیت مدیریت کړلی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي