۰

سپین بولدک ته ځانګړي افغان ځواکونه رسېدلي دي

چهارشنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۰۵
وروسته له هغې، چې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د وېش بازار ځینې سیمې د طالبانو لاس ته ولوېدې، اوس ځانګړي ځواکونه دغه ښار ته رسېدلي دي.
وروسته له هغې، چې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د وېش بازار ځینې سیمې د طالبانو لاس ته ولوېدې، اوس ځانګړي ځواکونه دغه ښار ته رسېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپین بولدک کې له تېرې شپې راهیسې سختې جګړې روانې دي او د ولسوالۍ ځینې برخې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي، چې د وېش بازار یې نیولی دی خو افغان پوځي چارواکي وايي، ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او ډېر ژر به طالبان په شاه وتمبوي.

کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن محمد عیسی وایي، د سپین بولدک ولسوالۍ ټولې مرکزي سیمې د افغان ځواکونو په لاس کې دي.
 
نوموړي ومنله چې په وېش بازار کې امنیتي ستونزې رامنځ ته شوې خو په وینا یې د حل لپاره یې تازه دمه کمانډو ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.

یوې امنیتي سرچینې هم ویلي، چې تر شدیدې جګړې وروسته د چمن ـ سپین بولدک ترمنځ د دوستۍ په نوم دروازه، سرحدي کميساري او د نوي ګمرک ودانۍ له تېري شپې راهیسې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

سرچينې وويل چې دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ یاد تجارتي بندر په بشپړه توګه تړلی دی.

د کندهار – سپین بولدک لویه لار هم په بشپړه توګه د تګ راتګ پر مخ تړل شوې او سل ګونه هغه کسان چې له پاکستان څخه کندهار او نورو سیمو ته تلل په چمن ښار ګوټي کې بند پاته دي.

بل خوا د کندهار ښار د ۷ او ۸ حوزې په اړوند سیمو کې لاهم جګړه روانه ده.

د کندهار د امنیتي بورد غړي حمیدزي لالي وايي، په سیمه کې افغان ګډو ځواکونو ګڼې سیمي تر خپلي ولکې لاندي را وستي، وسله والو طالبانو جسدونه په سیمه کې پاتې دي او د تصفيې عملیات يې دوام لري.

پر همدې مهال د میرویس حوزوي روغتون ریس ډاکتر محمد داود فرهاد ویلي، له تېري شپې راهیسې یاد روغتون ته د ۱۱ کسانو جسدونه او ۴۱ تنه ټپیان ور وړل شوي.

د هغه په وینا وژل شویو کسانو کې د ۸ تنو هویت نه دی معلوم خو درې تنه یې ملکي وګړي دي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې په ټبیان کې بیا ۱۸ ماشومان او پنځه مېرمنې شاملې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي