کابل کې د چین سفیر وانګ یو هېواد به یې له افغانستان سره د سړک جوړولو او اقتصادي پراختیا په برخه کې مرسته وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یو دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین میرویس ناب سره لیدنه کې کړې دي.
د دواړو لیدنه پرون یکشنبې د غبرګولي ۹ مه شوې او د سفیر سفیر د سولې په برخه کې هم د خپل هېواد له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د چین سفیر ویلي، دوی غواړي په افغانستان کې روان تاوتریخوالی او جګړې پای ته ورسېږي او تل پاتې اوربند رامنځ ته شي.
دی وايي، چین به له افغانستان سره د سړک جوړولو د ماشین الاتو مرسته کوي او تر څنګ به یې د کرونا وبا د مخنیوي په برخه کې هم خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
همدارنګه د چین سفیر زیاته کړې، چې له افغانستان سره مرسته شوي واکسین به د اداري کارونو تر بشپړېدو وروسته ډېر ژر کابل ته را ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې همدا اوس د افغانستان له بدخشان څخه چین ته د سړک جوړونې کار په چټکۍ روان دی او ډېر ژر به بشپړ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل