۰
خلیلزاد:

طالبان او افغان حکومت دواړه له امریکا مرستې غواړي

چهارشنبه ۸ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۶
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سرتېرو تر وتلو وروسته طالبانو او افغان حکومت دواړه د امریکا د مرستو غوښتونکي دي.
طالبان او افغان حکومت دواړه له امریکا مرستې غواړي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سرتېرو تر وتلو وروسته طالبانو او افغان حکومت دواړه د امریکا د مرستو غوښتونکي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد چې تازه د افغان سولې بهیر په تړاو د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته غوښتل شوی و دغه څرګندونې د سناتورانو د پوښتنو په ځواب کې کړې دي.

خلیلزاد پوره دوه ساعته د سناتورانو پوښتنې ځوابولي او په کې یې د افغانستان د راتلونکې او سولې بهیر په اړه سناتورانو ته معلومات ورکول.

نوموړي زیاته کړه، چې امریکا د سرتېرو تر ایستلو وروسته له افغانستان سره د مرستو په لټه کې ده.

د هغه په وینا دوی له افغانستان سره خپله همکاري او ملګرتیا ساتي او په وینا یې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ژمن دي.

خلیلزاد ویلي، طالبان او حکومت دواړه له دوی د مرستې غوښتونکي دي خو په خبره یې د امریکا مرستې به له دوی سره مشروطې وي.

په ورته وخت خلیلزاد طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که پر نظامیانو یې برید وکړي له سخت ځواب سره به مخ شي.

ده پر طالبانو یو ځل بیا غږ وکړ له القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړي او د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

نوموړي ټینګار کړي، که طالبان جګړو ته ادامه ورکړي او هڅه وکړي چې له نظامي لارو ځان واک ته ورسوي نو د نړیوالو او سیمه یزو همکارانو په مرسته به دغه ډله منزوي کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هیله څرګنده کړې چې دواړه افغان لوري د سولې لپاره رښتینې هڅې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي