۰

عبدالله عبدالله او ورسره پلاوی مسکو ته ولاړ

چهارشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۰
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالی شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د مسکو په غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شو.
عبدالله عبدالله او ورسره پلاوی مسکو ته ولاړ
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالی شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د مسکو په غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی عبدالله او ورسره د پلاوی یو شمېر غړي نن چهارشنبې د کب ۲۸ مه د مسکو په لور خوځېدلي دي.

د یادونې ده، چې د ولسي جرګې مشر میرحمان رحماني او دغه راز د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم د مسکو په لور روان شوي دي.

د افغان سولې په تړاو د مسکو غونده سبا پنشنبې د کب ۲۸ مه جوړېدونکې ده، چې د افغان حکومت په استازیتوب به ۱۶ تنه او د طالبانو په استازیتوب به ۱۰ تنه په کې ګډون وکړي.

د افغان پلاوی مشري عبدالله کوي، چې ورسره پخوانی ولسمشر حامد کرزی، مارشان دوستم، ګلبدین حکمتیار، محمد کریم خلیلي، معصوم ستانکزی، میر رحمان رحماني، محمد علم ایزدیار، سید سعادت منصور نادري، محمد نادر نادري، متین بیک، غیرت بهیر، عبدالستار خواصي، عبدالله خنجاني او حبیبه سرابي مله دي.

د طالبانو د پلاوی مشري بیا د دغه ډلې مرستیال او قطر کې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم کابل کې خپل سفر پای ته رسولی او ښايي د مسکو په لور خوځېدلی وي.

د امریکا سفارت او خپله خلیلزاد د سفر د پای تایید کړی، چې خو دا چې مسکو ته روان شوی که نه په اړه یې څه نه دي ویلي.

یو شمېر لوېدیځوال شنونکي او رسنۍ وایي، امریکا به د مسکو په غونده کې په افغانستان کې د موقت ګډ حکومت د جوړېدو طرحه وړاندې کړي.

د موقت حکومت خبره د خلیلزاد په نوې طرحه او دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په هغه لیک کې هم راغلې، چې ولسمشر غني او عبدالله ته یې لېږلی وو.

که څه هم عبدالله له دغه طرحې سره موافقت ښودلې خو ولسمشر غني په ښکار د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت وښود.

ولسمشر غني پرون یو ځل بیا ټینګار کړي، چې سولې ته تر بل هر هېواد بېړه لري، خو هغه سوله چې په واقعیتونو ولاړه وي، نه پر احساساتو.
ښاغلي غني ټینګار هم کړی و، چې یوازې د ټاکنو له لارې به واک خپل ځای ناستي ته سپاري او په وینا یې که طالبان سبا ټاکنو ته حاضر شي، دوی چمتو دي، چې له وخته مخکې ټاکنې وکړي.

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم د امریکا له نوې طرحې او موقت حکومت سره مخالفت څرګند کړ وايي، هېڅ طرحه د دوی دریځ نه شي بدلولی.

ښاغلي صالح هم ویلي، چې دوی سولې ته بېړه لري او د سولې لپاره قربانۍ ته چمتو دي، خو په وینا یې هغه سوله، چې په کې د خلکو د رایې حق او د جمهوریت اصول خوندي وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي