د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي له خپلې دندې استعفا کړې او ولسمشر غني یې هم استعفا منلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال تایید کړې، چې ښاغلي حمیدي له دندې لاس په سر شوی او ولسمشر یې هم استعفا منلې ده.
تر اوسه پورې د لوی څارنوال د استعفا لامل نه دی په ګوته شوی.
باید و ویل شي، چې محمد فرید حمیدي له تېرو څلورو کلونو راهیسې د افغانستان د لوی څارنوال دنده مخه ته وړله.
جمهورخبري آژانس:کابل