۰

خلیلزاد له جنرال باجوه سره هم په افغان سوله خبرې کړې دي

شنبی ۲۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۵
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالب استازو او هندي چارواکو سره تر لیدنې او خبرو وروسته د پاکستان د پوځ له مشر سره کتلي.
خلیلزاد له جنرال باجوه سره هم په افغان سوله خبرې کړې دي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالب استازو او هندي چارواکو سره تر لیدنې او خبرو وروسته د پاکستان د پوځ له مشر سره کتلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد نن شنبې د غوايي ۲۰ مه په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي.

د پاکستان پوځ وايي، جنرال باجوه او خلیلزاد د دوو خواوو د دلچسپۍ پر موضوعاتو او همداراز د افغانستان د پخلاینې د پروسې په ګډون د سیمې پر امنیت خبرې وکړي.

د پوځ په خبرپانه کې ویل شوي جنرال باجوه د افغان سولې څخه ملاتړ او د همکارۍ ژمنه ورکړه او خلیلزاد هم په سیمه کې د پاکستان د پرلپسې هڅو ستاینه وکړه.

د یادونې ده، چې خلیلزاد تر دې وړاندې هند او له هغې یوه ورځ وړاندې قطر ته تللی و او هلته یې له هندي چارواکو او طالب استازو سره هم پر افغان سوله او د تاوتریخوالي په کمولو خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي