۰

خلیلزاد بیا پر افغانانو نیوکې کړې او امریکا سپین باز ښودلی دی

سی شنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۰
د افغان سولې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا پر مخکني حکومت او طالبانو نیوکې کړې او د افغانستان د اوسني وضعیت لامل یې دوی بللي دي.
خلیلزاد بیا پر افغانانو نیوکې کړې او امریکا سپین باز ښودلی دی
د افغان سولې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا پر مخکني حکومت او طالبانو نیوکې کړې او د افغانستان د اوسني وضعیت لامل یې دوی بللي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په تازه څرګندونو کې امریکا ته یو ځل بیا براآت ورکړی او ټوله پړه یې پر مخکني ولسمشر محمد اشرف غني، د هغه پر حکومت او طالبانو اچولې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې د بین الافغاني مذاکراتو په ناکامېدو کې جمهوریت او امارت دواړه پړه او د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول دي.

خلیلزاد زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره هڅې کولې، خو دغه مذاکرات ناکام شول او په ناکامېدو کې یې جمهوریت او امارت دواړه پړه دي.

دی وایي،  اشرف غني له لومړي سره د مذاکراتو ننګه نه کوله، د ټولشموله پلاوي په جوړولو کې یې میاشتې ځنډ راووست، د بندیانو په خوشي کولو کې یې میاشتې میاشتې ځنډ راووست په هر څه کې یې خنډونه جوړول او له وضعیت یې ناسمه محاسبه لرله.

دغه افغاني اصله امریکايي ویلي، هېچا د پخواني حکومت د سقوط غوښتنه نه کوله، خو د اشرف غني تګ هر څه ګډوډ کړل.

خلیلزاد پر افغان پوځ هم نیوکه کړې، چې له دومره قربانیو سره سره یې، پر خپل هدف باور نه درلود او یوازې د امریکا تر حضور پورې یې جګړه وکړه او تر هغه وروسته یې هر څه پرېښودل.

ده زیاته کړې، امریکا په افغانستان کې د خبرو له لارې د یوه همه شموله حکومت غوښتنه کوله، خو د افغان حکومت او طالبانو ناغېړیو دا هر څه ګډوډ کړل.

خلیلزاد پر داسې مهال د افغانستان د اوسني وضعیت پړه پر مخکني حکومت او طالبانو اچوي، چې ګڼ شمېر امریکايي سیاستوال، د کانګرېس غړي او ان د امریکا د پوځ لوړ پوړي غړي، د افغانستان د اوسني وضعیت لامل د دوحې تړون بولي.

ګڼو امریکايي سیاستوالو او د کانګرېس غړو په وار وار خلیلزاد په دې برخه کې یو ناکام دیپلومات بللی او ویلي یې دي، چې ټرمپ او خلیلزاد او د دوحې تړون د مخکني حکومت د سقوط لامل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي