۰

خلیلزا: افغانستان کې لا هم د امریکا کار پاتې دی

شنبی ۸ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۰
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د امریکا ماموریت او کار لا هم په افغانستان کې پای ته نه دی رسېدلی.
خلیلزا: افغانستان کې لا هم د امریکا کار پاتې دی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د امریکا ماموریت او کار لا هم په افغانستان کې پای ته نه دی رسېدلی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په تازه څرګندونو کې زیاته کړې، امریکا لا هم ډېر مسوولیتونه لري چې باید په افغانستان کې یې ترسره کړي.

دی وايي،سره له دې چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل په شرایطو پورې تړل شوي وو، خو لا هم ډېر هغه شرایط پاتې دي چې عملي شوي نه دي.

خلیلزاد زیاتوي، که څه هم په افغانستان کې یو قانوني حکومت وپاشل شو او طالبان واک ته ورسېدل خو بیا هم د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې له دغه ډلې سره تعاملاتو ته ادامه ورکړي.

دغه پخواني امریکايي دیپلومات ټینګار کړي، چې طالبان باید د نړیوالې ټولنې شرایط ومني او نړیوال دې هم اجازه نه ورکوي چې په دغه هېواد کې جګړې دوام وکړي او د یوه بل ناورین سبب شي.

دی وايي، له افغانستان سره باید مرستې پیل شي، د دغه هېواد کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي او د هر ډول احتمالي ناورین مخنیوی دې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي