۰
تامس وېسټ:

که طالبان د نجونو ښوونځي پرانیزې د ښوونکو معاشونه موږ ورکوو

شنبی ۲ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۱
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس وېس وېسټ وايي، که طالبان راتلونکي پسرلي کې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي د ښوونکو معاشونه موږ ورکوو.
که طالبان د نجونو ښوونځي پرانیزې د ښوونکو معاشونه موږ ورکوو
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس وېس وېسټ وايي، که طالبان راتلونکي پسرلي کې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي د ښوونکو معاشونه موږ ورکوو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانستل د طالبانو لپاره د امریکا او نړیوالې ټولنې یو شمېر او د ازمویښت دور دی.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا او نړیوال ټولنه د حالاتو له عادي کولو مخکې باید د طالبانو ځینې ګامونه و ویني او عمل یې و ویني.

تامس وېسټ ټینګار وکړ، چې د طالبانو تر بیرغ لاندې افغانستان سره یې د هېواد چلند د طالبانو په کړو، وړ پورې تړلی.

ده ویلي« موږ غواړو په مارچ کې د نجونو لپاره د هرې کچې ښوونځي پرانیستل شي، ليسې او دولتي پوهنتونونه ټول. زموږ په ګومان زده کړې د ښځو بنسټیز حق دی. دا او ډېر نور د طالبانو لپاره مهم ازمېښتونه دي چې نړۍ یې څاري، موږ او نړیواله ټولنه دې ته هم چمتو یوو چې که طالبان د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي، په ټول هېواد کې ښوونکو ته یې معاشونه ورکړو.»

وېسټ د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو په اړه ویلي، چې د دغه څه لپاره مهال وېش نشته او هر څه د طالبانو په کړو وړو پورې اړه لري.

د افغانستان د کنګل کړیو پیسو په اړه ویلي، چې دا پیسې د امریکا د حکومت له خوا نه بلکې هلته د یو شمېر بانکونو له خوا کنګل شوې دي.

دی وايي، د افغانستان د کنګل شویو پيسو یوه برخه ښايي د محکمو له پرېکړو وروسته د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په ډول ورکړل شي خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي