۰

امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو ته شین څراغ ورکړی

چهارشنبه ۱۹ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۸
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ تازه څرګندونې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره یو شین څراغ دی.
امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو ته شین څراغ ورکړی
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ تازه څرګندونې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره یو شین څراغ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویسټ وړمه ورځ بروکسل کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی د ناټو له غړو سره د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو د لارې د نقشې په اړه سلا مشورې کوي.

نوموړي ویلي، چې واشنګټن په افغانستان کې د داعش د بریدونو له درکه د اندېښنې په خاطر د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه سلا مشوره کوي.

ویسټ زیاته کړې،طالبانو د بشري مرستو، کابل ته د دیپلوماتیکې ټولنې د بېرته ستنېدو او د بندیزونو د لېرې کېدو په وړاندې په خورا څرګند ډول خپله لېوالتیا ښکاره کړې چې له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې عادي کړي.

خو په ورته وخت یې ټینګار کړي، چې د امریکا متحد ایالتونه په یوازې توګه یو کار هم نه شي کولی.

د یادونې ده، چې ټام ویسټ څو ورځې وړاندې د زلمي خلیلزاد پر ځای د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو او ټاکل شوې نوموړی به د افغانستان په اړه د خبرو لپاره هند او پاکستان ته هم سفر وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي