۰

خلیلزاد: په افغانستان کې د اوسني حکومت ساتل د ټولو په ګټه دي

سی شنبه ۴ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۵
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر خپلې استعفا وروسته په یوه مرکه کې ویلي، چې  په افغانستان کې د اوسني حکومت ساتل د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دي.
خلیلزاد: په افغانستان کې د اوسني حکومت ساتل د ټولو په ګټه دي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر خپلې استعفا وروسته په یوه مرکه کې ویلي، چې  په افغانستان کې د اوسني حکومت ساتل د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد وايي، نړۍ په سیمه کې د ثبات غوښتونکې ده او په افغانستان کې د نوي حکومت پاشل کېدل به د نا امنیو، ترهګریزو پېښو او بې ثباتۍ سبب شي.

دغه مخکني دیپلومات زیاته کړې، چې نړۍ یوازې یوه چاره لري او هغه دا چې اوسنی حکومت په افغانستان کې وساتي خو له دوی سره د تعامل لارې چارې وپلټي.

خلیلزاد ټینګار کړي، چې دی د دې پلوي دی، چې طالبان د نړیوالو خبرې واوري او نړیوال هم له دوی سره د مذاکرتو او خبرو لپاره زړه ښه کړي.

د هغه په وینا دمګړی افغانستان له سخت وضعیت سره مخ دی او نړیوالو ته په کار ده چې خپل بشردوستانه مسوولیت ترسره کړي.

خلیلزاد په خپلو خبرو کې ویلي چې تېر مذاکرات تر یوه حده بریالي وو او په وینا یې دوی دوې موخې لرلې، چې یوه یې د سرتېرو ایستل او بله یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سوله وه.

خو د سرتېرو پر ایستلو بریالي شول او د سولې برخه نیمګړې پاتې شوه چې د افغان حکومت د پاشل کېدو سبب شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي