۰
د امریکا دفاع وزیر:

د افغان جګړې یوازینۍ حل لار د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې دي

دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۴
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د روانې اتلس کلنې جګړې یوازینۍ حل لار د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سیاسي هوکړه ده.
د افغان جګړې یوازینۍ حل لار د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې دي
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د روانې اتلس کلنې جګړې  یوازینۍ حل لار د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سیاسي هوکړه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اسپېر له فاکس نیوز تلوېزیوني شبکې سره مرکه کې ویلي که چېرې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سیاسي هوکړه وشي نو دا به له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو وتلو ته هم لار هواره کړي.

نوموړي ویلي، چې  له امریکا له تېرو اتلسو – نوولس کلونو راهیسې په افغانستان کې ده او دې باور ته رسېدلې، چې دغه هېواد کې  د جګړې یوازینۍ حل لار د حکومت او طالبانو منځ خبرې او سیاسي توافق دی.

هغه زیاته کړې« که موږ د طالبانو، اوسني افغان حکومت او زموږ تر منځ یوې سیاسي موافقې ته ورسېږو چې یقیني کړي افغانستان نور د تروریستانو لپاره امن ځاله نه ده دا یو ښه کار دی، دا به ما، موږ ته اجازه راکړي چې سرتیري را خلاص کړو.»

د هغه په وینا که دا کار وشي، نو امریکا به خپل ځواکونه د روسیې او چین پر وړاندې ځای پر ځای کړي ځکه امریکا په اوږد مهال کې له دغه دوه هېوادونو اندېښنه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي