ټاکل شوې جرمني یو شمېر نور هغه افغانان چې په دې هېواد کې د کډوالو په توګه نه دي منل شوي بېرته افغانستان ته راستانه کړي.
د جمهور آژنس د خبر له مخې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط DPA خبري اژانس ته ویلي، چې دغه افغان پناه غوښتونکې به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ افغانستان ته راولېږل شي.
په ورته وخت کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورسټ سیهوفر ویلي، اروپايي ټولنه باید د خپلو بهرنیو سرحدونو د کنټرول لپاره هڅې چټکې کړي.
ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیران د سې شنبې په ورځ په لوګزامبورګ کې اروپا ته د غیر قانوني کډوالو د ننوتو پر ستونزه خبرې وکړي.
د یادونې ده، چې د احصاییو له مخې، د ۲۰۱۶ کال له ډېسمبر میاشتې راهیسې ټول ۶۷۶ افغانان له جرمني را ایستل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل