پاکستانۍ رسنیو د طالب سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې ښايي د طالبانو د قطر دفتر یو ۱۲ کسیزه پلاوی ازبکستان ته ولاړ شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستانۍ ډیلي ټایمز د طالبانو په حواله ویلي، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو دغه ۱۲ کسیزه پلاوی به نن چهارشنبې د زمري ۱۶ مه ازبکستان ته ولاړ شي.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې کتنه کې به د ازبکستان پر هغه وړاندیز خبرې وشي چې ویلي و غواړي د افغانانو ترمنځ د خبرو کوربتوب وکړي.
طالبانو دا هم ویلي، چې د سولې د خبرو یو بل پړاو هم شته چې تمه ده له لوی اختر وروسته ترسره شي.
ځینې رسنۍ وايي، داسې ښکاري چې امریکا او طالبان د ځواکونو د وتلو پر سر هوکړې ته نږدې شوي او په بدل کې به یې دا ضمانت وړاندې کیږي چې افغانستان به نور د ترهګرو په ځاله نه بدلیږي.
باید وویل شي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ اتم پړاو خبرې پرون پای ته ورسېدې، خو تخنیکي کمېټې یې لا هم د ځینو مواردو په عملي کېدو کار کوي.
دواړو لورو ویلي په خبرو کې خورا ډېر پرمختګ شوی، خبرې هوکړې ته ډېرې نېږدې شوې او تمه ده ډېر ژر د سولې تړون وروستۍ او لاسلیک شي.
جمهورخبري آژانس:کابل