۰
خلیلزاد:

د سولې خبرې نوي پړاو ته ننوځي، افغانانو باید ډېر په کې ښکېل شي

دوشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۰
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سولې خبرې نوي پړاو ته ننوځي نو افغانان باید تر پخوا ډېر اوس په دې خبرو کې ښکېل شي.
د سولې خبرې نوي پړاو ته ننوځي، افغانانو باید ډېر په کې ښکېل شي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سولې خبرې نوي پړاو ته ننوځي نو افغانان باید تر پخوا ډېر اوس په دې خبرو کې ښکېل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون یکشنبې د غبرګولي ۱۹ مه کابل ته راغلی او له ولسمشر غني سره تر کتنې وروسته یې دا خبرې په یوه ټوېټ کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې له ولسمشر غني سره یې لیدنه ښه وه او له هغه سره یې د سولې په تړاو د نړیوالې اجماع په لا پراخېدو خبرې کړې دي.

دغه راز خلیلزاد زیاته کړې، چې په دغه کتنه کې په سيمه ييزو اړتياو، د افغانستان او پاکستان اړيکو کې وروستي خوځښتونه، پر سولې يې د اغيز او هغو فرصتونو په اړه خبرې وشوې، چې سوله يې د سيمې د يوالي او پرمختيا په برخه کې برابرولى شي.

هغه دا هم ویلي، چې ولسمشر غني او دى دواړه سره همغږي و چې اوس د افغانانو خپلمنځۍ ناستې ته چمتوالى اړين دى.

په ورته وخت کې د امریکا سفارت په همدې تړاو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې خليلزاد به د حکومت او افغان سياسي مشرانو سربېره د مدني ټولنو له غړو، ښځو، ځوانانو، او مذهبي مشرانو سره د امريکا د سولې په هڅو کې د شويو پرمختګونو په اړه وغږېږي.

باید و ویل شي، خليلزاد اسلام اباد، برلين، او برسلز ته له سفر وروسته پلازمېنه کابل ته  راغلي او ټاکل شوې له طالبانو سره د امريکايي استازو د خبرو اترو اووم پړاو ډېر ژر په دوحه کې پيل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي