د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني اندونیزیا ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له مرستیال ولسمشر محمد یوسف کالا سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی رباني د تېرې پنشنبې په ورځ اندونیزیا ته تللی او د سفر موخه یې په افغان سوله کې د یاد هېواد همکاري جلبول دي.
نوموړي نن شنبې د کب ۲۵ مه د اندونیزیا له مرستیال ولسمشر سره کتلي او دواړو لورو د سولې پر پروسې او همدا راز تر سولې وروسته له حکومت سره د طالبانو د ادغام پر مسئله بحثونه کړي دي.
ښاغلي رباني د دې تر څنګ له اندونیزیا څخه د افغانستان په معادونو کې د پانګونې او دغه راز د سوداګریزه اړیکو د پراختیا غوښتنه هم کړې ده.
په ورته وخت کې د اندونیزیا مرستیال ولسمشر یوسف کالا ویلي چې هېواد یې د افغانستان د سولې په مسئله کې همکاري کوي او په دې برخه کې هڅې د اهمیت وړ دي.
باید و ویل شي، چې رباني د دې سفر په لړ کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مرسودي سره هم کتلي او د افغان سولې او په افغانستان کې د اندونیزیا پر پانګونې یې ورسره خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل