شمال کې د پوځ د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، د فاریاب ولایت لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول له خپلو شپږو ملګرو سره په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې قول اردو نن شنبې د مرغومي ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي قاري صبغت الله د فاریاب لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول او یو مهم کس وو.
خبرپانه وايي، قاري صبغت الله به په ملکي جامو کې هر ځای تګ راتګ کاوه او حکومتي خلکو ته د طالبانو لار نیونه به تر ډېره د ده معلوماتو پر بنسټ تر سره کېده.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوي، چې نوموړی پرون جمعه د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په فیروزه اي سیمه کې تر هوايي برید لاندې راغی او له خپلو شپږو تنو ساتونکو سره یو ځای و وژل شو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فاریاب