د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له قطره غوښتي، چې د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري او مرسته وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رباني دغه غوښتنه د له خپل قطري سیال شيخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني څخه کړې ده.
د افغانستان او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د ۷۳ عمومي غونډې په څنډه کې یو له بل سره کتلي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي رباني د سولې په برخه کې د قطر هېواد رول مهم وباله او د بنسټپالنې سره د مبارزې او په افغانستان کې یې د سولې د تامينولو په لاره کې د یاد هېواد د ملاتړ غوښتنه وکړه.
خبرپانه وايي، د قطر د بهرنيو چارو وزير هم د افغانانو په مالکیت د سولې په اړه د خبرو ملاتړ کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل