د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي، نېږدې ۶۰۰ غیر قانوني افغان کډوال به له خپل هېواد څخه وباسي او بېرته به یې افغانستان ته ولېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه افغان کډوال په افغانستان کې د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله د ایران له لارې ترکیې ته راغلي، چې پولیسو نیولي او د کډوالو چارو چارواکو ته یې سپارلي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ښايي د دغه ٥٩١ افغان کډوالو د ایستلو پروسه په ترکیه کې بشپړه شوې او ښايي نن یکشنبې د وري ۱۹مه به په الوتکو کې کابل ته راولېږل شي.
دغه زار وزارت زیاته کړې، چې د ترکیې په ګڼو ښارونو کې به د کډوالو د ایستلو پروسه بشپړه شي او ټول غیر قانوني کډوال به خپلو هېوادونو ته ولېږل شي.
خو د بشري حقونو ډلو بیا د ترکیې دغه کار غندلی دی او په وینا یې افغانستان ته د کډوالو په لېږلو د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي او ترکیه باید پر خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل