د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزرات وایي، امریکا لسګونه افغان کډوال له خپلې خاورې را شړلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په امریکا کې د ډونالد ټرمپ له واکمنیدلو وروسته، د ناقانونه افغان کډوالو د شړلو لړۍ پیل شوې ده.
د کډوالو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ میاخیل وايي د په تیر یوه کال کې دوه ډلې افغانان له متحدو ایالتونو څخه افغانستان ته راشړل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په یوه ډله کې ۲۱ کسان او په بله کې ۶ کسان افغانستان ته راشړل شوي دي.
د کډووالو چارو وزارت زیاته کړې، چې په دې ډله کې یو شمېر کډوالو د پناه غوښتنې شرایط نه و پوره کړي او ځينې بیا په یو لړ جرمونو ککړ وو.
باید و ویل شي، چې ډونالد ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم، امریکا ته د ځينو کډوالو د ورتګ د مخنیوي او مېشتو ناقانونه کډوالو د شړلو په اړه یو لړ فرمانونه صادر کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل