۰

یونیسف: غزني او هرات کې په چاودنو کې د ماشومانو په وژل کېدو خواشني ښودلې

سی شنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۵
یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د غزني په دوو جلا جلا چاودنو کې د ماشومانو پر وژل کېدو او ټپي کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.
یونیسف: غزني او هرات کې په چاودنو کې د ماشومانو په وژل کېدو خواشني ښودلې
یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د غزني په دوو جلا جلا چاودنو کې د ماشومانو پر وژل کېدو او ټپي کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

دغه صندوق د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په ترڅ کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په چاودیدونکو موادو ککړ دي او ماشومان یې تر ټولو زیات زیانونه ګالي.

یونیسف زیاته کړه، ماشومان حق لري چې په خوندي چاپیریال کې ژوند وکړي او موږ باید په ګډه کار وکړو چې د ماین پاکولو هڅو، د ماینونو د خطر زده کړې او د قربانیانو سره مرسته وکړو.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم په غزني او هرات کې د جګړو له امله د ماينونو په دوو چاودنو کې ۱۶ ماشومان وژل شوي او ټپيان دي.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو له دغو ناچاودېدونکو توکو سره لوبې کولې.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي