۰

 نورستان کې ترافیکي پېښه ۸ تنه مړه او ټپیان شول

سی شنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۹
په نورستان کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې په پايله کې لږ تر لږه اته تنه مړه او ټپيان شوي دي.
 نورستان کې ترافیکي پېښه ۸ تنه مړه او ټپیان شول
په نورستان کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې په پايله کې لږ تر لږه اته تنه مړه او ټپيان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره ورځ مازديګر مهال د سلواغې په ١٣مه د نورستان ولايت د دواب ولسوالۍ په "چتاکچو" سيمه کې رامنځته شوې ده.

دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو "ټویوټا" موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

ويل کيږي چې ددغې پيښې په قربانيانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي .

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي