په هرات کې طالب چارواکو د دغې ډلې اړوند درې سيمه ييزې راډيوګانې پرانيستې دي.
دغه سيمه ييزې راډيوګانې د صدايي شريعت، راډيو صداي اميد او حريت په نومونو په هرات ښار کې دوشنبې د وري ۱۳ مه په خپلو خپرونو پيل کړی دی.
د دغو راډيوګانو د پرانستلو په مراسمو کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال محقق فراهي هم حاضر و.
ده وويل، چې د اني راډيو د تبليغاتو او د بهرنيانو له فرهنګي يرغل سره د مبارزې په هدف فعاليت پيل کړى دى.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په هرات کې ۲۸ غږيزې او ويډيويي رسنۍ فعالې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په دغه هېواد کې د خبریالانو او رسنیو پر کار سخت بندیزونه لګولي دي.
جمهورخبري آژانس