۰

پاکستان: هغه ځانمرګی چې پر چینايي اتباعو یې برید وکړ له افغانستانه خیبرپښتونخوا ته راوړل شوی و

دوشنبه ۱۳ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۴
د پاکستان د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، هغه ځانمرګی بریدګر چې خیبرپښتونخوا کې یې پر چنايي اتباعو برید وکړ له افغانستانه  راوړل شوی و.
پاکستان: هغه ځانمرګی چې پر چینايي اتباعو یې برید وکړ له افغانستانه خیبرپښتونخوا ته راوړل شوی و
د پاکستان د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، هغه ځانمرګی بریدګر چې خیبرپښتونخوا کې یې پر چنايي اتباعو برید وکړ له افغانستانه  راوړل شوی و.

جيو نيوز پاکستان نن دوشنبې د وري ١٣مه، د دې ادارې د سرچينو په حواله راپور ورکړى، چې د دغه بريد په تړاو تر لسو زيات کسان نيول شوي دي.

سرچينې وائي په چينايي اتباعو په بريد کې دتحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره تړلې ډلې لاس لري.

راپور زیاتوي، چې په نیول شویو کسانو کې د برید اصلي طرح کوونکی، چې ځانمرګی یې له افغانستانه پاکستان ته راوړی و، څلور نور تسهیل کوونکي هم شامل دي.

د راپور له مخې، څېړنې ښيي چې له چاودېدونکو توکو ډک دغه موټر چې په افغانستان کې کارول شوی و، چمتو شوی و او وروسته د بلوچستان د چمن د پولې له لارې د ډېره اسماعیل خان "ژوندۍ وادي" ته لېږدول شوی و.

د دغه رپوټ له مخې دغه موټر د دېره اسمعيل خان له چکدرې څخه په ٢٥٠ زره پاکستانۍ کلدارو د يوه قاچاق وړونکي له لارې ليږدول شوى و.

ديوبل خبرله مخې: امنيتي ځواکونو له چمن څخه چکدرې ته د موټر د ليږدونې مسوول هم نيولى دى.

د پلټونکي ټیم سرچینې وايي چې کارول شوی موټر د برید په ورځ د 10 ورځو پارکینګ وروسته د 500,000 روپیو په لګښت د برید ځای ته راوړل شوی و.

پاکستاني سرچینو زیاته کړې، چې حضرت بلال د دې برید طراح دی او مطلوب دی.

د يادونې وړ ده، چې د مارچ په ۲۶مه د خيبر پښتونخوا ايالت په شانګله بشام سيمه کې په دغه بريد کې د يوې مېرمنې په ګډون پنځه چينايي وګړي له خپل پاکستاني موټر چلوونکي سره وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي