د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ۹ ماشومان وژل شوي دي.
د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، چې دغه پېښه پرون د وري ١٢مه، هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو له يوه ماين سره لوبې کولې، چې د جګړې له امله پرې وچاودېد.
ویل کیږي چې په دې پیښه کې ۹ تنه ماشومان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په خواجه تالقان کلي کې د ماین چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي وو.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د جګړې د پاتې شونو چاودنو څو ځلې ماشومان هم وژلي دي.
جمهورخبري آژانس