د سمنګان ولایت دولتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري له یوې ځوانې ښځې او د هغې له ماشوم سرونه پرې شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د يادې مېرمنې جسد له خپل شپږ کلن زوى سره يو ځاى د چهارشنبې په ورځ (د وري په لومړۍ نېټه) د حضرت سلطان ولسوالۍ په چکمق کلي کې د ځايي اوسېدونکو له خوا موندل شوى دى.
د دې پیښې انګیزه لا تر اوسه نه ده جوته شوې.
خو؛ ځايي اوسېدونکي وايي، چې د دې مېرمنې وروڼه هم درې کاله وړاندې په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا وژل شوي وو.
د دوی په وینا ښايي له دغې ښځې او زوی څخه هم طالبانو سرونه پرې کړي وي.
جمهورخبري آژانس