سمنګان: د یوې ښځې او ماشوم سر یې پرېکړل شوي

2 حمل 1403 ساعت 9:21

د سمنګان ولایت دولتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري له یوې ځوانې ښځې سر پرې شوی دی.


د سمنګان ولایت دولتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري له یوې ځوانې ښځې او د هغې له ماشوم سرونه پرې  شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د يادې مېرمنې جسد له خپل شپږ کلن زوى سره يو ځاى د چهارشنبې په ورځ (د وري په لومړۍ نېټه) د حضرت سلطان ولسوالۍ په چکمق کلي کې د ځايي اوسېدونکو له خوا موندل شوى دى.

د دې پیښې انګیزه لا تر اوسه نه ده جوته شوې.

خو؛ ځايي اوسېدونکي وايي، چې د دې مېرمنې وروڼه هم درې کاله وړاندې په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا وژل شوي وو.

د دوی په وینا ښايي له دغې ښځې او زوی څخه هم طالبانو سرونه پرې کړي وي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170240

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170240/

جمهور
  https://www.jomhornews.com