۰

کابل کې یو صراف ووژل شوی دی

چهارشنبه ۲۵ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۰۱
د کابل ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د تبادلې دفتر یو کارکوونکی د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.
کابل کې یو صراف ووژل شوی دی
د کابل ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د تبادلې دفتر یو کارکوونکی د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې؛ د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ نن چهارشنبې تایید کړې، چې دغه صراف درې ورځې وړاندې د کابل ښار په څلورمه ناحيه کې د ناپېژاندو کسانو له خوا په ډزو ووژل شوی دی.

 نوموړي ویلي، په دې اړه پلټنې روانې دي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ښار په خیرخانه سیمه کې یو بل صراف هم د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي