کابل کې یو صراف ووژل شوی دی

25 حوت 1400 ساعت 15:01

د کابل ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د تبادلې دفتر یو کارکوونکی د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.


د کابل ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د تبادلې دفتر یو کارکوونکی د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې؛ د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ نن چهارشنبې تایید کړې، چې دغه صراف درې ورځې وړاندې د کابل ښار په څلورمه ناحيه کې د ناپېژاندو کسانو له خوا په ډزو ووژل شوی دی.

 نوموړي ویلي، په دې اړه پلټنې روانې دي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ښار په خیرخانه سیمه کې یو بل صراف هم د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 148841

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148841/

جمهور
  https://www.jomhornews.com