د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان سره تلېفوني خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي اتمر او ښاغلي فرحان د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا او د افغان سولې پر روان بهیر خبرې کړې دي.
اعلامیه کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې له بهیر سره به هر اړخیزه همکاري کوي.
نوموړي ویلي سعودي عربستان په دې لټه کې دی چې افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، دواړو لورو همدا راز ټینګار کی چې په خپلو کې به اقتصادي، سیاسي او فرهنګي اړیکې پراخوي.
د یادونې ده، چې په دې مکالمه کې د فلسطین پر روان وضعیت او د اسراییلو پر وحشتونو هم خبرې شوې دي او ټینګار شوی چې ملګري ملتونه باید دلته روان خونړي وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.
جمهورخبري آژانس:کابل