۰

اتمر د پاکستان او جنوبي کوریا بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې کړې دي

سی شنبه ۷ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۱
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د جنوبي کوریا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره د سولې پروسې او دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
اتمر د پاکستان او جنوبي کوریا بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې کړې دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د جنوبي کوریا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره د سولې پروسې او دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر، قریشي او مېرمن کانګ کیونګ تلېفوني خبرې پرون دوشنبې د سلواغې ۶ مه شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي ښاغلي اتمر د مېرمن کانګ کیونګ سره د افغان د سولې او د افغانستان – جنوبي کوریا د اړیکو په اړه خبرې وکړې.

خبرپاڼه کې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن  کیونګ له قوله ویل شوي، چې هېواد یې د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

نوموړې ډاډ څرګند کړی، چې هېواد یې د اسلامي جمهوري نظام، د بشري حقونو او ښځو حقونو او د تلپاتې سولې په برخو کې د افغانانو د ارمانونو ملاتړی دی.

دواړو وزیرانو له افغانستان سره د جنوبي کوریا د نورو مرستو ترڅنګ افغان محصلانو ته د جنوبي کوریا له لوري د سکالرشیپونو پر ورکړې هم خبرې وکړې.

بل خوا ښاغلي اتمر پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره هم پر افغان سولې او دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي په دوه اړخیزه اړیکو کې د سوداګرۍ په پراختیا او د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د بازرګیو پر جوړېدا هم خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې د قریشي له قوله ویل شوی، چې هېواد یې د سوله ییز، سوکال او خوندي افغانستان ملاتړ کوي او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې په افغانستان کې د سیاسي ثبات لپاره یو تاریخي فرصت ګڼي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې پر زیاتوالي اندېښنه وښوده او د افغانانو ترمنځ د سولې په خبرو کې پر پرمختګ یې ټینګار وکړ.

قریشي ویلي، چې د سولې په خبرو کې پرمختګ به تاوتریخوالی کم کړي او اوربند ته به لار هواره کړي.

دغه راز هغه په خپلو خبرو کې د پاکستاني بندیانو د خلاصون غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي، هیله لري، چې افغان ولسمشر به په وړو جرمونو بندي پاکستانیان د یوه فرمان له مخې خوشي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي