۰

کابل کې د دوه تر څار لاندې مجرمینو په ګډون څلور تنه نیول شوي

دوشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۰
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د دوه تر څار لاندې مجرمینو په ګډون څلور تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
کابل کې د دوه تر څار لاندې مجرمینو په ګډون څلور تنه نیول شوي
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د دوه تر څار لاندې مجرمینو په ګډون څلور تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن دوشنبې د لړم ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه کسانو د نیولو لپاره یو لړ هدفمند عملیات تر سره شول.

سرچینه وایي، د عملیاتو په ترڅ کې دوه تر تعقب او څار لاندې او وروسره دوه تنه نور د جنايي جرمونو په تور د پولیسو له خوا ونیول شول.
 
خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې کسانو له ډلې؛ د کابل ښار د یوولسمې حوزې په اړوند سیمو کې پولیسو د دوه جلا عملیاتو په پایله کې شریف مشهور په جبلاسرابي او نور مشهور په صوفي نور فراج چې د وسله والو غلاو، زورواکۍ او شکونې په ګڼو قضیو کې یې لاس درلود، تر پېژندنې وروسته نیولي دي.
 
همدرانګه؛ د کابل ښار د لومړۍ، درېیمې او څلورمې حوزو په اړوند سیمو کې هم دوه حرفوي چپاولګر چې د قیمتي توکو د چپاول په ګڼو قضیو کې یې لاس درلود، نن سهار چې غوښتل یې په یوه بل جرمي عمل لاس پورې کړي، د څلورمې حوزې په اړوند سیمو کې د پولیسو د اوپراتیفي اقدام په پایله کې نیول شوي دي.
 
یاد کسان په کابل ښار کې د حرفوي چپاولګرو له ډلې دي، چې له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي