۰

په دولتي موټر کې د مقناطسي ماینونو اېښودونکی مستري ونیول شو

دوشنبه ۶ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۷
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې هغه مستري نیولی، چې په دولتي موټرو کې به یې مقناطسي ماینونه ځای پر ځای کول.
په دولتي موټر کې د مقناطسي ماینونو اېښودونکی مستري ونیول شو
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې هغه مستري نیولی، چې په دولتي موټرو کې به یې مقناطسي ماینونه ځای پر ځای کول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه مسترې پرون یکشنبې د سلواغې ۵ مه د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیاسنګ سیمه کې نیول شوی دی.

ارین د دغه مستري نیول کېدو ته په اشارې خلکو ته خبر ورکړی، چې مستري خونو ته د موټر د بېولو او ترمیم پر مهال جدي پاملرنه ورته وکړي.

نوموړي ځکه دا خبرداری ورکړی، چې په وینا یې طالبان د جنایتونو د ترسراوي لپاره له بېلا بېلو لارو او کړنلارو ګټه اخلي.

ارین ویلي«کله چې خپل موټر د چک او ترمیم په موخه مستري خونو ته وړئ، نو هیله ده پام وکړئ. دوښمن د خلکو د هدف ګرځولو له پاره له بېلابېلو لارو ګټنه کوي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړي، چې تر دې وړاندې هم ترهګر د ډوډۍ پلورونکو، د لیني موټرو د چلوونکو او ټکسي چلوونکو په جامو کې تشخیص شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې په دې وروستیو کې د پلازمنې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې د چسپکي ماین چاودنو پېښې زیاتې شوي.

همدا نن هم د کابل په پروان دو سیمه کې په یوه لنډ کروز موټر د مقناطسي ماین چاودنې شوې، خو مرګ ژوبله نه لري، خو پرون ورته یوې چاودنې درې ملکي وګړي ټپیان کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي