۰

کاپیسا کې د طالبانو پر یوه محکمه هوايي برید شوی دی

شنبی ۱۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۴
ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، بهرنیو ځواکونو کاپیسا ولایت کې د طالبانو په یوه محکمه هوايي بریدونه کړي او څلور وسله والو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
کاپیسا کې د طالبانو پر یوه محکمه هوايي برید شوی دی
ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، بهرنیو ځواکونو کاپیسا ولایت کې د طالبانو په یوه محکمه هوايي بریدونه کړي او څلور وسله والو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو نن شنبې د لیندۍ ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، برید د بهرنیو ځواکونو له خوا د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د پچغان درې په زربي خېلو سیمه کې د طالبانو پر یوه ځايي محکمه شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې هوايي برید کې د طالبانو محکمه له منځه وړل شوې او په کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي