کاپیسا کې د طالبانو پر یوه محکمه هوايي برید شوی دی

10 قوس 1397 ساعت 11:44

ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، بهرنیو ځواکونو کاپیسا ولایت کې د طالبانو په یوه محکمه هوايي بریدونه کړي او څلور وسله والو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، بهرنیو ځواکونو کاپیسا ولایت کې د طالبانو په یوه محکمه هوايي بریدونه کړي او څلور وسله والو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو نن شنبې د لیندۍ ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، برید د بهرنیو ځواکونو له خوا د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د پچغان درې په زربي خېلو سیمه کې د طالبانو پر یوه ځايي محکمه شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې هوايي برید کې د طالبانو محکمه له منځه وړل شوې او په کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 
 
 
 


د مطلب کود: 110848

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110848/

جمهور
  https://www.jomhornews.com