۰
د ملګرو ملتونو امنیت شورا:

د کابل د برید پلانوونکي او مالي مرسته کوونکي باید عدالت ته راکش کړای شي

یکشنبه ۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۵
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کابل کې شوی موټر بم ځانمرګی برید چې په کې ۲۵۳ تنو مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو نه بښوونکی عمل بللی دی.
د کابل د برید پلانوونکي او مالي مرسته کوونکي باید عدالت ته راکش کړای شي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کابل کې شوی موټر بم ځانمرګی برید چې په کې ۲۵۳ تنو مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو نه بښوونکی عمل بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید تېره ورځ شنبې د سلواغې ۷مه د صدارت څلورلاري سره د کورنیو چارو وزارت زړې ودانۍ او د سولې عالي شورا دفتر ته نېږدې رامنځ ته شو.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په برید کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپیان
په اعلامیه کې د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ ویل شوي« د دې برید اجرا کوونکي، تنظیم کوونکي، مالي‌مرستې کوونکي او هغوي چې همکاري یې پکې کړې، عدالت ته دې راکش کړل شي.‌»
شوي دي، خو غیر رسمي معلومات ښيي، چې په برید کې تر دې هم زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه برید په کلکه غندلی او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې ویلي، چې د دغه برید پلانوونکي او مالي مرسته کوونکي باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

په اعلامیه کې د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ ویل شوي« د دې برید اجرا کوونکي، تنظیم کوونکي، مالي‌مرستې کوونکي او هغوي چې همکاري یې پکې کړې، عدالت ته دې راکش کړل شي.‌»

دغه راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو د ټولو دولتونو نه غوښتي دي چې د نړیوالو قوانینو او امنیت شورا د پریکړه لیکونو له مخې دې د افغانستان د حکومت سره پدې برخې کې همکاري وکړي.

د امنیت شورا همدرانګه پدې ټینګار کړی چې ټول هیوادونه دې د تروریزم ټولو ډولونو سره مبارزه وکړي.‌
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي