سرچینې وايي، غور ولایت کې د طالبانو یو قاضي له خپلې لور سره د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه طالب قاضي د تېرې جمعې په ورځ د هملند په درېيمه د غور ولايت د مرکز فيروزکوه ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د کورنۍ په سيمه کې په خپل کور کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.
سرچينې زياته کړې، چې د دغه طالب قاضي نوم "جمعه اميني" و او په غور کې د طالبانو د محکمې د عامه امنيت په محکمه کې يې کار کاوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ډزو کې د طالب قاضي يوه لس کلنه لور هم وژل شوې او يو زوى يې ټپي شوى دى.
د دې پېښې انګېزه او عاملین لا هم معلوم نه دي.
جمهورخبري آژانس